د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميان به د نوري فايبر له لارې د هېواد له شمال سره ونښلول شي

باميان به د نوري فايبر له لارې د هېواد له شمال سره ونښلول شي

May 14, 2016 - 12:02

باميان (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د باميانو ولايت له يکاولنګ ولسوالۍ نه د نوري فايبر شبکې د کيبل غځولو کار پيل شو چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به باميان له سمنګانو ولايت او د هېواد له شمال سره ونښلول شي.

د باميانو والي محمدطاهر زُهير وويل چې د دې پروژې اوږدوالى ١٨٠ کيلومتره دى چې يو ميليون او ٤٦٠ زره امريکايي ډالر لګښت لري او د نړيوال بانک له لوري ورکول کېږي.

هغه زياته کړه چې د نوري فايبر شبکې د کېبل غځولو کار د باميانو او سمنګان له دره صوف ولسوالۍ نه پيل شوى او په شپږو مياشتو کې به ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

د باميانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مشر حاجي عزيزالله حميدي وويل چې نوري فايبرله کابل او پروان نه له باميانو سره  او بيا باميانو ته له نږدې ولايتونو سره نښلول کېږي.

هغه زياته کړه چې د دايکنډي د مسير سروې هم پيل شوې او په پلان کې ده چې دغه شبکه په نږدې راتلونکي کې د غور ولايت نه هم وغځول شي.

نوري فايبر چې تر ځمکې لاندې د کېبل په بڼه غځېدلې، پر ټيلېفوني او انټرنېټي خدمتونو سربېره ورسره د راډيو ټلويزيون خپرونې هم د لېږد غوره ظرفيت مومي او په ټول هېواد کې په ارزانه بيه او غوره کيفيت ترلاسه کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د غځولو کار په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې له کابل نه پيل شوی او په ٢٣٠٠ کيلومتره اوږدوالي سره له پروان، بلخ، فارياب، هرات او کندهار ولايتونو نه تر ترېدو وروسته بېرته له کابل سره نښلول کېږي او اوسمهال د يادې پروژې ٨٠ سلنه کار بشپړ شوى دى.هادی غفارى

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement