د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د زرغون ښار دوه کلن پروګرام پیل شو

کندهار کې د زرغون ښار دوه کلن پروګرام پیل شو

May 31, 2017 - 18:29

کندهار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۶): چارواکو د کندهار ښار د سمسورتیا په موخه د پاک او زرغون ښار دوه کلن پروګرام پیل کړ.

د دغه پروګرام په پرانیسته کې د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا، کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل، د ناحیو وکیلانو او نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاک او زرغون ښار په نوم دغه پروګرام د USAIDinfo-icon په مالي ملاتړ د هبيتات موسسې  او کندهار ښاروالۍ له خوا تمویل او پلی کېږي.

هغه زیاته کړه، د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د تفریح ځایونو جوړول، د چریو ویستل، د ښاري فرهنګ په اړه عامه پوهاوی او نور د دغه پروګرام مهمې برخې جوړوي.

د ده په خبره، دغه پروګرام به په دوو کلونو کې د ۱،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پلی شي چې خلکو ته به په کې کاري فرصتونه هم برابر شي.

د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا د کندهار ښاروالۍ ستاینه وکړه چې د خلکو د اسانتیا په مومخه یې مهم پروګرامونه او پروژې پيل کړي دي.

خو هغه ټینګار وکړ چې ښاري پراختیا یوازې د ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې خلک هم په دې برخه کې دروند مسوولیت لري.

د هبیتات استازي نادر شاه زغم وویل، په دې پروژه کې به یې ډېر تمرکز د ښار پر سمسورتیا او د شنو سیمو پر ډېروالي وي.

د کندهار ښاروالۍ چارواکي دا یوه ګټو پروګرام بولی او خبر ورکوي چې په دې ولایت کې به د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د پنځو کلونو لپاره د ولسي تړون په نوم یو بل پروګرام هم پیل شي.

کندهار ښاروالۍ له تېر کال راهیسې په کندهار کې له درې سوه ډېرې پرمختیايي پروژې پیل کړي چې ځیې بشپړې شوي او ځینې لا روانې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement