د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امریکا ته د روزنې لپاره تللي لسګونه افغانان بېرته نه دي راغلي

امریکا ته د روزنې لپاره تللي لسګونه افغانان بېرته نه دي راغلي

Aug 08, 2017 - 16:54

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): سرچينې وايي چې په تېرو دوو کلونو کې تر ١٠٠ زيات هغه افغانان چې په بېلابېلو برخو کې امريکا ته د روزنې لپاره تللي، بېرته نه دي راستانه شوي.

له تېرو څو کلونو راهيسې  د لوړو زده کړو، پوځي زده کړو او نورو برخو کې د روزنې لپاره لسګونه افغانان امريکا تللي دي، خو اوس سرچينې وايي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې له دغو کسانو په امريکا او يا هم کاناډا کې د تېښتې او پاتې کېدو شمېر زيات شوی دی.

په واشنګټن کې مېشت يوه افغان چې له امريکايي  ادارو سره نږدې اړيکې لري، د نوم نه څرګندولو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ٢٠١٥ زېـږديز کال راهيسې شاوخوا ١٥٠ افغانان په امريکا او کاناډا کې پاتې شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې دغه کسان په بېلابېلو برخو کې د روزنې لپاره امريکا ته تللي وو چې ځیني يې په امريکا کې پاتې شوي او ځيني نور يې بيا کاناډا ته تللي دي.

بلخوا په امريکا کې مېشت افغان بشير صافي په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي چې په تېرو دوو کلونو کې ګڼ شمېر نظامي افسران، د پوهنتون استادان، ملکي مامورين او د مدني بنسټونو اړوند فعالين چې امريکا ته راغلي وو، بېرته نه دي ستانه شوي.

هغه زياته کړې، له دوى څخه يې يو شمېر کاناډا ته اوښتي او نورو يې په امريکا کې د اوسېدو لپاره غوښتنليکونه سپارلي دي.

د صافي په وينا، په نظامي چارواکو کې يې ان تر دوه ستوريزو جنرالانو پورې هم پاتې شوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په نظامي مامورينو کې يې ډېری د جورجيا ايالت کمپ مودي روزنيز مرکز او جورج مارشال ښوونځي څخه ورک شوي دي.

ده زياته کړې: ((په پاتې شوو کې د نظامي مامورینو په پرتله د ملکي دولتي کارکوونکو او مدني بنسټونو اړوند استازو شمېره ټیټه ده.))

په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د دفاعي اړيکو مسوول احمد شاه کټوازي پژواک خبري اژانس ته ومنله، يو شمېر افغانان چې د روزنې لپاره راغلي وو، همدلته پاتې شوې دي.

هغه زياته کړه  له بده مرغه دا رښتيا ده، يو شمېر افغانان چې د روزنې لپاره دلته راغلي وو، په امريکا کې پاتې شوي او ځيني يې کاناډا ته تللي دي.

نوموړي وايي: ((موږ دا موضوع ډېره جدي نيولې ده ، له بېلابېلو امريکايي ادارو او له هغو افغانانو سره چې دلته د روزنې لپاره راغلي، سره په اړيکه کې يو.))

کټوازى وايي چې دوى دغه افغانان هڅوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې يې د امريکا له ځينو پوځي ادارو په ځانګړې توګه له هوايي ځواک سره اړيکه نيولې، څو له هغو روزنيزو مرکزونو څخه د دوى پلاوو ته د ليدنې اجازه ورکړي چې افغانان تر روزنې لاندې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري هم مني چې يو شمېر افغانان په امريکا کې پاتې شوي او بېرته نه دي ستانه شوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دمګړۍ له دوى سره کره ارقام نشته، خو څوک چې امريکا ته د پوځي روزنې لپاره ځي ، دوى ورڅخه ضمانت اخلي.

جنرال وزيرى وايي، دوى په امريکا کې د پاتې شوو افغانانو ضمانت کوونکي راغواړي، څو هغه لګښتونه ترې واخلي چې پر يادو کسانو شوي دي.

د نوموړي په وينا، د ملي دفاع وزارت په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره لازم تدابير نيولي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement