د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لويو ماليه ورکوونکو لپاره د برېښنايي خدمتونو سيستم فعال شو

د لويو ماليه ورکوونکو لپاره د برېښنايي خدمتونو سيستم فعال شو

Aug 23, 2017 - 19:51

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٦): د ماليې وزارت د فساد د مخنيوي، د وخت د نه ضايع کېدو او د سترو ماليه ورکوونکو لپاره د اسانتياوو رامنځ ته کېدو په موخه د برېښنايي خدمتونو سيستم جوړ کړ.

د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رييس عبدالحبيب ځدراڼ، نن په کابل کې  د دغه سيستم د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د دغه سيستم په جوړېدو سره له  دې وروسته اړتيا نشته چې ستر ماليه ورکوونکي د عوايدو برخې ته مراجعه وکړي.

نوموړي زياته کړه، له دې  وروسته ماليه ورکوونکي کولاى شي د ماليې وزارت د عوايدو برخې ته له مراجعې پرته له انټرنټ پاڼې څخه د ماليه ورکوونکي د مشخصاتو فورمه ترلاسه (ډانلوډ) کړي او له ډکولو وروسته يې په انلاين ډول بېرته ور واستوي.

هغه زياته کړه: "له دې مخکې به ماليه ورکوونکي خپل عوايد او لګښتونه د کاغذ پر مخ ليکل چې هم به د وخت د ضايع کېدو لامل کېده او هم د اداري فساد لپاره زمينه برابرېده؛ خو له دې وروسته به د معلوماتو وړاندې کېدل په برېښنايي توګه ترسره کېږي."

د هغه په وينا، دغه پرمختللى سيستم داسې برابر شوى چې هر ماليه ورکوونکى په سيستم کې خپل عوايد او لګښت ليکي، په هماغه شېبه مشخص کېږي چې د څومره ماليې ورکړې ته اړتيا لري او کولاى شي هغه د دغې ادارې په بانکي حساب کې جمع کړي.

ځدراڼ وويل، په وروستي پړاو کې ا‌‌ظهارپاڼه يا فورمه چې د ماليې ورکوونکي له خوا ډکه شوې ده، ارزول کېږي، ترڅو د موضوع صحت تاييد شي.

د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رييس وايي، د دغه سيستم يوه ګټه د وخت د ضايع کېدو او له ماليه  ورکوړنکي سره د کارمند د فزيکي مخامخېدا مخنيوى دى چې دغه کار د اداري فساد د له منځه وړلو سره مرسته کوي.

د هغه په وينا، په ماليې وزارت کې ټولټال ٥٠٠ ستر ماليه ورکوونکي ثبت شوي دي؛ خو اوسمهال د هغو ٣٠٠ شرکتونه فعال دي او سږکال له دغه سيستم څخه کار اخيستلاى شي او راتلونکى کال واړه او متوسط ماليه ورکوونکي هم له ياد شوي سيستم څخه برخمن کېږي.

د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، هغه شرکتونه چې د سوداګرۍ حجم يې په کال کې له ٣٠٠ميليون افغانيو ډېر وي، په سترو ماليه ورکوونکو کې شاملېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي په دې غونډه کې د سترو ماليه ورکوونکو د برېښنايي خدمتونو د سيستم له پرانيستلو څخه د هرکلي ترڅنګ له ياد شوي سيستم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغه وويل، د مالياتي سيستمونو ساده کېدل، له خصوصي سکتور سره د دولت د اړيکو د ټينګښت لامل کېږي او روڼتيا رامنځ ته کوي او د داسې سيستم رامنځ ته کېدل، د ماليه ورکوونکي او کارکونکي د مخامخېدو مخه نيسي او د اداري فساد کچه کمېږي چې دا يو ګټور اقدام دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement