د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له کندهاره هند ته د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ بیا پیل شوه

له کندهاره هند ته د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ بیا پیل شوه

Sep 16, 2017 - 11:34

کندهار ښار  (پژواک، ۲۵ وږی ۹۶): له کندهار څخه هند ته د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ له څه ځنډ وروسته بیا پيل شوه.

د افغانستان- هند هوايي دهلېز له پرانیستل کېدو وروسته دا له کندهار څخه د کارګو الوتکې دویمه الوتنه وه چې تېره ورځ ماښام شپږ بجې تر سره شوه.

د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دا له کندهار څخه هند ته د کارګو الوتکې دویمه الوتنه ده چې ۴۰ ټنه تازه او وچه مېوه په کې بار وه.

هغه زیاته کړه، لومړۍ الوتنه د چنګاښ میاشتې په ۳مه شوې وه چې په ورته توګه په کې ۴۰ ټنه تازه او وچه مېوه هند ته صادر شوې وه.

دی وايي، د افغانستان- هند هوايي دهلېز له لارې له کندهار څخه هند ته د مېوو د لېږد لړۍ د څه مودې لپاره د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ځندېدلې وه چې اوس بیا پيل شوه.

ده ډاډ ورکړ چې د یاد شوي دهلیز د بریالیتوب په موخه به د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ چټکه کړي او سوداګرو ته به ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

خو نوموړي د مېوو پر معیاري بسته بندۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، د هوا له لارې باید باکیفیته توکي په معیاري بسته بندۍ هند ته ولېږل شي.

د کندهار هوايي ډګر مسوول احمد الله فیضي پژواک اژانس ته وویل، د افغانستان- هند هوايي دهلېز د بریالیتوب په موخه یې په هوايي ډګر کې د سوداګرو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، په هوايي ډګر کې د مېوو د ساتنې، چک او لېږد لپاره هر راز اسانتیاوې او پرسونل لري او په ۲۴ ساعته توګه د سوداګرو په خدمت کې دي.

دی هم د مېوو پر معیاري بسته بندۍ ټینګار کوي او وايي که د مېوو پېکنګ په معیاري بڼه نه وي شوی، طبیعي ده چې چک کول یې وخت نیسي.

د کندهار سوداګر خوښ دي چې له کندهار څخه په کارګو الوتکو کې د مېوو د صادراتو درېدلې لړۍ بیا پيل شوې خو اندېښمن هم دي.

د کندهار د تازه مېوې سوداګر جلال الرحمن شرر وايي، د افغانستان- هند هوايي دهلېز له پرانیستل کېدو سره له کندهار څخه هند ته یوازې یوه الوتنه وشوه او بیا شاوخوا دوه میاشتې دغه لړۍ وځنډېده چې سوداګر یې زیانمن کړل.

د ده په خبره، هماغه مهال یو شمېر سوداګرو د زردالو باغونه اخيستل، خو چې الوتنې وځنډېدې اړ شول اخیستل شوي زردالو وچ کړي.

د ده په خبره، اوس چې بیا له کندهاره الوتنې پیل شوي، سوداګر اندېښمن دي چې داسې نه وي دغه لړۍ بیا له ستونزو سره مخ  او الوتنې وځنډېږي.

نوموړى د افغانستان د سوداګرۍ خونې له چارواکو غوښتنه کوي چې د الوتنو بیا پيل کېدونکې لړۍ دې جدي وڅاري څو بیا و نه درېږي او سوداګر یو ځل بیا زیانمن نه شي.

هغه او نور سوداګر د هوا له لارې د مېوو د لېږد د لړۍ دوام او پراختیا غواړي او وايي، د ځمکنۍ لارې په پرتله د هوا له لارې هند ته د مېوو لېږد هم ارزانه او هم اسانه دی.

د ځمکې له لارې هند ته د مېوو لېږد شپږ ورځې وخت اخلي او پر یوه کیلو ګرام ۶۰ سینټه لګښت راځي، خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سینټه لګښت راځي.

د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د هوايي دهلېز له پرانیستل کېدو راهیسې له کابل او کندهار څخه هند ته ۶ الوتنې شوي چې پنځه یې له کابل او یوه یې له کندهار څخه وه.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي  پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې مهاله له همدې لارې د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت ۳۶۰ ټنه تازه مېوه او ۱۰۰ ټنه وچه مېوه او طبي بوټي هند ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره، له کندهار څخه هند ته د کارګو الوتنو ځنډ د ځینو تخنیکي ستونزو له امله وو چې اوس حل شوى دى.

د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز څو میاشتې وړاندې د ولسمشر له خوا پرانیستل شو چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي کچې لوړول او د ترانزیټي موانعو لرې کول دي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement