د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جوزجان کې وسله والو د پوليو واکسين د عملي کېدو مخه نيولې

روغتیا

ارشيف

په جوزجان کې وسله والو د پوليو واکسين د عملي کېدو مخه نيولې

Sep 25, 2017 - 18:17

شبرغان (پژواک،٣تله٩٦): د جوزجان ځايي چارواکي وايي چې داعش ډلې او طالبانو د دغه ولايت په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې د پوليو واکسين د پروسې عملي کېدو مخه نيولې چې له امله يې شاوخوا ٢٥زره ماشومان له واکسين څخه بې برخې شوي دي.

 د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر فريدون حبيب وويل چې نن په دغه ولايت کې د واکسين کمپاين پيل شو او د ولايت په مرکز او اتو ولسواليو کې د واکسين د تطبيق پروګرام عملي کېږي.

خو حبيب وويل چې داعش جنګياليو په قوش تپې او درزاب ولسواليو کې د واکسين د کمپاين د عملي کېدو مخه نيولې او د عامې روغتيا رياست ګرځنده ټيمونو ته يې اجازه نه ده ورکړې چې دغه پروسه عملي شي او د دې کار له امله په دغو دوو ولسواليو کې لږ تر لږه ٢٥زره ماشومان د واکسين د تطبيق له پروسې څخه بې برخې پاتې کېږي.

 د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رييس زياته کړه:" که دغه ستونزه همداسې پاتې شي، د هغو ماشومانو د ژوند لپاره چې داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې ژوند کوي، ډېرې ستونزې رامنځ ته کوي او که داعش د واکسين د کمپاين د تطبيق لپاره ستونزې جوړې کړي، ښايي په ماشومانو کې دغه ناروغي ډېره خوره شي."

خو د قوش تپې ولسوال امين الله وويل چې يوازې داعش جنګيالي نه، بلکې طالبان هم اجازه نه ورکوي چې د يادې او درزاب ولسوالۍ په کليوالي سيمو کې د واکسين کمپاين عملي شي.

هغه وويل :"موږ د دغې ستونزې د حل لپاره پرون داعشيانو او طالبانو ته د درزاب او قوش تپې ولسواليو د سپين ږيرو يوه ډله واستوله، خو نتيجه يې ورنه کړه، ځکه دواړو ډلو سپين ږيرو ته منفي ځواب ورکړى دى. "

 د قوش تپې ولسوال وويل چې له بلې خوا خلک د يادې ولسوالۍ په" ختاى ساى، چهارساى دشت ليلې، قراى شور قدوق،ترکمن قدوق او چقمه چقور " سيمو کې د داعش او طالبانو د نښتو له امله له خپلو کورونو څخه کډې کوي.

هغه زياته کړه:" د دواړو ډلو ترمنځ جنګي ستونزې هم د دې لامل شوې چې د قوش تپې ولسوالۍ په ډېره برخه کې د پوليو واکسين عملي نه شي او تر څو چې په دغه سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا عمليات ترسره نه شي، وضعيت به همداسې وي."

 د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وويل چې اوس په خانقا ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا د دولت د مخالفينو پرضد د" نوید پنج" په نامه عمليات روان دي او ډېر احتمال شته چې د ياد شوې او اقچې ولسواليو تر پاکېدو ورسوته به په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې هم چاڼيز عمليات ترسره شي.

هغه د واکسين د پروګرام عملي کېدو په اړه وويل:" موږ هڅه کوو چې دغه موضوع په دواړو ولسواليو کې د سپين ږيرو د بيا لېږلو له لارې حل کړوو او تر اوسه له خپلو هڅو څخه نهيلي شوي نه يوو؛ که دغه هڅې نتيجه ور نه کړي، موضوع د عملياتي پروګرام له تطبيق وروسته وخت ته ځنډوو. "

له بلې خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل:"موږ په قوش تپې او درزاب ولسواليو کې د واکسين د تطبيق پروګرام له دې سره مشروط کړى و چې واکسيناتوران له خپلې سيمې څخه وټاکل شي. "

 مجاهد زياته کړه چې پخوا هم د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې دا ډول پروګرامونه عملي شوي و چې دولت د واکسيناتورانو په چوکاټ کې يوشمېر جاسوسان ګومارلي و او هغوى هغه سيمې په نښه کړې وې چې طالبان په کې اوسېدل او د دوى له تګ وروسته د دولت له خوا د طالبانو پر مرکزونو بريدونه وشول.

هغه وويل:" که د عامې روغتيا چارواکي، دغه اصل په پام کې ونيسي، موږ له دوى سره ستونزه نه لروو."

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement