د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سالنګ لويې لارې نه د موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره چمتووالى نيول شوى

د سالنګ لويې لارې نه د موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره چمتووالى نيول شوى

Oct 02, 2017 - 17:01

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٦): اړوند ارګانونه وايي، په ژمي کې د سالنګ لويې لارې څخه د وسايطو د خوندي تګ راتګ لپاره يې اړين چمتووالى نيولى دى.

سالنګ لويه لاره د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي، خو د ژمي په موسم کې له دې لارې تګ راتګ له خطرونو سره مل دى.

د ١٣٨٨ کال په سلواغه مياشت کې په سوېلي سالنګ کې د سخت توپان او  واورې ښويېدنې له امله شاوخوا ١٧٠تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.

ولسي جرګې نن د فوايد عامې وزارت مرستيال عبدالرحمن صلاحي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست محمد اسلم سياس او د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مشر جنرال رجب جرګې ته را غوښتي وو، څو پر دغه لويه لاره د ژمي د چمتووالي په اړه معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې څو غړو وويل چې د سالنګ لارې ځينې برخې خرابې شوې او دولت يې عملي کار نه دى پيل کړى.

د فوايد عامې وزارت مرستيال عبدالرحمن صلاحي وويل، دا لاره هر کال بيارغول کېږي، خو د موټرو د زياتې ګڼې ګوڼې په ځانګړي ډول د لوړتناژه وسايطو په سبب بېرته خرابېږي.

د ده په وينا، سږ کال به هم دغه سرک بياورغول شي.

هغه وويل: ((خو د بيارغونې لپاره اړتيا ده چې د سالنګ لويه لاره له شپږو مياشتو نه تر يوه کال پورې د ترافيکو پرمخ وتړل شي چې اوسمهال دا کار ممکن نه دى.))

ده زياته کړه، د پروان له جبل السراج نه د بغلان تر دوشي پورې د دغه ١٠٨ کيلومتره سړک ٨٦ کيلومتره له جدي ستونزو سره مخامخ دى او بنسټيزې بيارغونې ته اړتيا لري.

د هغه په خبره، د سالنګ لويې لارې د بنسټيزې بيارغونې کار به راتلونکى کال د نړيوال بانک په ٥٠ ميليونه ډالره مرستې سره پيل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، څه باندې ٤٠٠ کارکوونکي او له سلو زياته ماشينري ګومارل شوې چې د ژمي په ترڅ کې د دې لارې مسافر له ستونزو سره مخامخ نه شي.

صلاحي وايي، د سالنګ د بديل سړک جوړول ٢٦مياشتې وخت نيسي چې عملي کارونه يې د اسيا پراختيايي بانک په مالي مرسته پيلېږي.

ټاکل شوې چې د سالنګ بديل سړک د باميانو او د بغلان له دوشي نه تېرېږي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کى د دولت وزارت مرستيال او سرپرست محمد اسلم سياس هم وويل چې د تېر کلونو په څېر سږ کال هم د لس زره کسانو لپاره خوراکي او غير خوراکي توکي د سالنګ لويې لارې ١٣ امن خونو ته لېږدول شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مشر جنرال رجب هم په خپلو خبرو کې وويل چې اړين چمتووالى نيول شوى او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.

هغه زياته کړه: ((کله کله چې لارويان زموږ لارښوونو ته پاملرنه نه کوي، اکثرا له ستونزو سره مخامخ کېږي، له دوى مو هيله دا ده چې پاملرنه ورته وکړي، څو په ژمي کې د سالنګ لويې لارې په اوږدو کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement