د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار لرو پرتو سيمو کې ۱۵۰ ښځينه روغتياپالې پر دندو ګومارل کېږي

د ننګرهار لرو پرتو سيمو کې ۱۵۰ ښځينه روغتياپالې پر دندو ګومارل کېږي

Oct 04, 2017 - 15:22

جلال اباد (پژواک، ۱۲ تله ۹۶): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، لرو پرتو سيمو کې روغتيا ته د ښځو د لاسرسي په موخه نږدې راتلونکي کې ۱۵۰ ښځينه روغتيا پالې پر دندو ګومارل کېږي.

په همدې موخه د تلې په ۱۲مه په جلال اباد ښار کې له ۴۲۰ تنو ډاکټرانو، قابلو، نرسانو او نورو د روغتيا له برخې فارغو مېرمنو او نجونو څخه  ازموينه واخيستل شوه.

په يادو کسانو کې ډېری يې د ننګرهار ولايت له خصوصي انستيتيوتونو او پوهنتونونو فارغې شوې دي چې اوس ورته په دولتي کچه د کار زمينه برابرېږي.

د ننګرهار  د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک اژانس ته وويل، نن يې له ۴۲۰ ښځو څخه په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي اسانتياوو ته د مېرمنو د لاسرسي په موخه  ازموينه واخيسته.

دی وايي، په يادو کسانو کې به ۱۵۰ تنه د وړتيا او لياقت له مخې کاميابېږي او بيا به د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې پر دندو وګومارل شي.

هغه زياته کړه: ((په دغو کسانو کې ډاکټرانې، نرسانې، قابلې، ميندو ته د روغتيايي مشورو ورکولو مشاورينې او نور بېلابېل روغتيايي پرسونل شامل دی.))

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع ټينګار وکړ چې ياده ازموينه دې په پوره روڼتيا او له درغلۍ پرته ترسره شي.

مېرمن رفيع چې د شورا په استازيتوب يې له دغې ازموينې نظارت کاوه، تر ډېره ازموينه رڼه وبلله؛ خو ټينګار يې وکړ چې وروسته دې هم چارې همداسې رڼې مخته يوړل شي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني وويل، د دغو مېرمنو پر دنده ګومارنه به په هغه هدف کې مرسته وکړي چې په لرو پرتو سيمو کې پنځوس سلنه مېرمنو ته د روغتيايي اسانتياوو د برابرولو په موخه ټاکل شوی دی.

هغې وويل، دا هدف  د ښځو چارو او روغتيا وزارت په ګډه ټاکلی او ورته د رسېدو هلې ځلې هم ګړندۍ شوې دي.

د ازموينې ګډونوالو هم پر شفافيت ټينګار درلود او دغه چاره يې دوی ته د کارموندنې او د لرو پرتو سيمو مېرمنو ته د روغتيايي اسانتياوو د برابرولو لپاره ګټوره ياده کړه.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې صديقې چې د قابلګۍ په برخه کې يې زده کړې کړي، وايي، خوښه ده چې د ازموينې په مرسته به خپلو هغو هيلو ته ورسېږي چې د خپلو خويندو د خدمت په تړاو يې لري.

نوموړې ټينګار وکړ چې ازموينه دې په شفافيت سره ترسره شي او پايلې دې هم همغسې وي، چې حق حقدار ته ورسپارل شي.

د يادولو ده چې اوسمهال د ننګرهار د لرو پرتو سيمو مېرمنې تر ډېره روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري چې غټه ستونزه يې په لرو پرتو سيمو کې د ښځينه ډاکټرانو نشتوالی دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement