د هرات ښوونکي د حکومت له نه پاملرنې څخه شکايت کوي
د هرات ښوونکي د حکومت له نه پاملرنې څخه شکايت کوي
هرات (پژواک،١٥تله٩٦): په هرات کې په داسې حال کې د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه چې د دغه ولايت يو شمېر ښوونکي يې پر وړاندې له ډېرو ننګونو څخه شکايت کوي.
د ځمکو د نومرو نه وېش، کمه تنخوا، د ښوونکو د مياشتنيو حقوقو په ورکړه کې ځنډ او د امتيازونو نه شتون، هغه ستونزې دي چې د هرات ښوونځيو ښوونکي ترې شکايت لري او نن يې د ښوونکي ورځې د قدرونې د مراسمو په څنډه کې له حکومت په ځانګړې توګه د هرات له ځايي ادارې څخه وغوښتل چې د دوى ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
په هرات کې د حياتي زده کړو د لېسې يوه ښوونکي حاجي ګل عازم پژواک خبري اژانس ته وويل: "د ښوونکو تر ټولو ستره ستونزه، د کور او د کمې تنخوا ستونزه ده؛ حکومت د ښوونکو د وضعيت په ښه کېدو کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري."
د غلام محمد په نامه يوه بل ښوونکي هم پژواک ته وويل چې د يوه ښوونکي ډېر لوړ معاش اته زره افغانۍ دى چې دغه کم معاش د يوه ښوونکي لپاره بسنه نه کوي.
په ورته وخت کې د هرات د پوهنې مشر عبدالرزاق احمدي د ښوونکو پر وړاندې ننګونې تاييد کړې؛ خو ويې ويل چې د ښوونکو لپاره د زرو نومرو د قبالو چارې بشپړې شوي او ٥٠٠نورې به هم د هرات د والي له لاسليک وروسته پر ښوونکو ووېشل شي.
هغه د ښوونکو د تنخواګانو د وېش په بهير کې ځنډ ومانه؛ خو ډاډ يې ورکړ چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي.
له بلې خوا د هرات ځايي اداره هم د ښوونکو د ستونزو د لرې کېدو په لړ کې د هڅو خبره کوي او وايي چې ښوونکو ته د ځمکو د قبالو د حل په موخه يو کميسيون جوړ شوى دى.
په هرات کې د ښوونځيو د ښوونکو ستونزه نوې نه ده، بلکې هغوى له څو کلونو را په دې خوا د حکومت د نه پاملرنې له امله شکايت کوي؛ خو د ښوونکو په وينا، حکومت هر ځل له دوى سره ژمنې کوي، خو پر خپلو ژمنو يې عمل نه دى کړى.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ