د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د لاسوهنو له امله د غزني د ولايتي شورا رييس نه دى ټاکل شوى"

"د لاسوهنو له امله د غزني د ولايتي شورا رييس نه دى ټاکل شوى"

Nov 22, 2017 - 15:49

غزني ښار(پژواک،د ليندۍ لومړۍنېټه ٩٦): د غزني د ولايتي شورا د غړو ترمنځ د ځينو ستونزو او سياسي لاسوهنو له امله د دې شورا رييس تر اوسه نه دى ټاکل شوى.

دغه څرګندونې د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامران د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل: (( په دې تېرو څو ورځو کې موږ په دې ونه توانېدلو چې خپل رييس وټاکو، د وکيلانو ترمنځ هم ستونزې شته او ځينې حکومتي چارواکي هم مداخلې کوي.))

د هغه په وينا، حکومتي چارواکي داسې يو کس د رييس په توګه غواړي چې له پروژو څخه څارنه ونه کړي او د فساد په هره پېښه کې له دوى سره جوړ وي.

دغه راز د دې شورا غړي حسن رضا يوسفي هم د ټاکنو په پروسه کې له لاسوهنو شکايت کوي او وايي: (( د غزني والي مستقیم په ولایتي شورا کې مداخله کوي، والي غواړي د خپل زړه کس ريیس کړي په همدې هدف يې د شورا غړي سره وېشلي دي.))

ده تور پورې کړ چې والي غواړي داسې يو کس رييس شي چې په اداري فساد کې ورسره شريک وي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې والي او نور چارواکي د ولايتي شورا د رييس په ګومارلو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي.

ده وويل: (( د ولايتي شورا غړي په خپلو کې سره ډېرې ستونزې لري، هېڅوک يې په چارو کې مداخله نه کوي.))

نوري د ولايتي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر خپل رييس وټاکي او دې ستونزې ته نور د پاى ټکى کيږدي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د غزني د ولايتي شورا د دوه غړو نصير احمد فقيري او حسن رضا يوسفي ترمنځ لومړى لفظي او بيا وروسته فزيکي شخړه وشوه.

د يادونې ده چې د تېرې شنبې په ورځ ټول هېواد کې د ولايتي شورا د غړو ترمنځ د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې، چې ډېرو په هماغه ورځ خپل اداري پلاوى وټاکه.

خو د غزني د ولايتي شورا غړو وړمه ورځ امان الله کامران د مرستيال او حميدالله سروري د منشي په توګه وټاکل او رييس يې تر اوسه نه دى ټاکلى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement