د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محمود کرزی: د عینو مېنې د پروژې څېړنه باید سیاسي بڼه و نه لري

محمود کرزی: د عینو مېنې د پروژې څېړنه باید سیاسي بڼه و نه لري

Nov 25, 2017 - 18:05

کندهار (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۶): په کندهار کې د افکو کمپنۍ مشر  محمود کرزى وايي، حکومت حق لري چې د عینو مېنې د پروژې څېړنه وکړي خو دا کار باید سیاسي بڼه و نه لري.

کرزي دغه څرګندونې د ليندۍ په ٤مه، له هغه وروسته پژواک خبري اژانس ته وکړې چې ولسمشر غني د عینو مېنې د پروژې د څېړنې حکم ورکړی دی.

د دغه حکم له مخې، چې یوه نیمه میاشت وړاندې (د تلې په ۲۰مه) صادر شوی، تېره اوونۍ یو پلاوی کندهار ته راغلی و.

محمود کرزی وايي، ولسمشر داسې حکم نه دی ورکړی چې ګواکې د عینو مېنې په پروژه کې قانوني نیمګړتیاوې شته نو ځکه یې باید څېړنه وشي.

د ده په خبره، د عینو مېنې پروژه هیڅ ډول قانوني نیمګړتیاوې نه لري او دوی د څېړنې لپاره له راغلي پلاوي سره نه یوازې همکاري کړې، بلکې هر کلی یې کړی دی.

ده وویل، دا یوازینۍ پروژه نه ده چې په اړه یې څېړنه کېږي، بلکې د نورو پروژو څېړنې هم کېږي.

د کرزي په خبره، دا د حکومت حق دی چې د عینې مېنې د پروژې څېړنه وکړي خو د دو وېره دا ده چې دا کار سیاسي بڼه و نه لري.

ده زياته کړه : ((ملي پروژې باید د سیاست قرباني نه شي، عینو مېنه یوه عام المنفعه پروژه ده چې ډېره پانګونه په کې خلکو کړې ده او د هېواد په کچه د استوګنې معیاري او عصري ښارګوټی دی.))

د کرزي اشاره وروستیو سیاسي کړکېچونو ته وه چې ګواکې غچ یې له عینو مېنې وا نخیستل شي چې د ده په باور ښې پایلې به و نه لري.

دی وايي، د عینو مېنې د څېړنې په موخه له راغلي پلاوي سره یې بشپړه همکاري کړې او دلته یې تر ډېره بریده خپل کارونه خلاص کړي یوازې یې له کندهار ښاروالۍ سره یو لړ کارونه پاتې دي.

خو دی وايي، د دغې څېړنې پایلو ته منتظر دی.

عينو مېنه د کندهار ښار ختيځ لوري ته د کابل- کندهار پر لويه لاره اباده شوې، چې د هېواد د بېلابېلو سيمو زرګونو اوسېدونکو پکې پانګونه کړې او دغلته يې د استوګنې کورونه او ځمکې اخيستې دي.

دغه ځمکه لومړی د دفاع وزارت اړوند وه چې کندهار ښاروالۍ ته ورکول شوې او وروسته افکو کمپنۍ رانیولې ده .

څه موده وړاندې د ښاري پراختیا وزارت له خوا عینو مېنه د هېواد په کچه د استوګنې د لومړۍ درجې ښارګوټي مقام خپل کړی و.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement