د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سپنتا: له اوسني وضعيت څخه د وتلو لپاره دې لويه جرګه جوړه شي

سپنتا: له اوسني وضعيت څخه د وتلو لپاره دې لويه جرګه جوړه شي

Nov 26, 2017 - 18:53

 کابل(پژواک،٥ليندۍ٩٦): د ملي امنيت پخواني سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د ملي يووالي حکومت نا مشروع بللى او ويلي يې دي چې هېواد په بېړني حالت کې قرار لري او له دې وضعيت څخه د وتلو لپاره دې دوديزه لويه جرګه جوړه شي.

 د حامد کزري د حکومت دې چارواکي چې نن يې په کابل کې د " افغانستان د اوسني وضعيت د تحليل او حل لارې" تر عنوان لاندې غونډه کې خبرې کولې وويل چې افغانستان اوسمهال په اضطراري او کړکېچن حالت کې قرار لري.

هغه د جګړې، وژنې، وينې بهېدو، بې وزلۍ او د افغانستان د موضوع په اړه د نړيوالې ټولنې ترمنځ د اختلافونو دوام په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل چې د افغانستان د خلکو ملي يووالى له ګواښ او خطر سره مخ دى او د افغانانو د ويشلو لپاره هڅې روانې دي.

 هغه وويل:" د غرور احساس کوم چې د افغانستان خلک لا هم د حق ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي،موږ يو قوي او ځواکمن ملت يوو؛ خو يو کمزورى او بې وسه دولت لرو."

هغه په ډاګه کړه:" د افغانستان پنځوس سلنه خاوره د ترهګرو او له پرديو سره د تړلو وسله والو په لاس کې ده او قانوني حاکميت نشته، کله چې واکمن دولت ونه توانېږي چې پر نيم ټاټوبي کې خپل قوانين پلي کړي، د خلکو د ژوندانه اړونده قوانينو څخه ساتنه او د خلکو هيلې پرځاى کړي،طبيعي ده چې داسې دولت عملا مشروعيت نه لري."

 د هغه په خبره،دغه غوره کړاى شوي چې مشروعيت نه لري، د قومي تفرقې او احساساتو په لمسولو سره هڅه کوي چې ځانته مشروعيت ورکړي او اوسنۍ ستونزه تر دې لاپسې ژوره کړي؛ خو اضطراري حل لاره د افغانستان ملت دى.

 سپنتا وويل چې د ملي يووالي حکومت په دوو کلونو کې د لويې جرګې ترسره کېدل د افغانستان د خلکو يوه هيله وه، چې دغه کار ونه شو او اوس ملت له يوډول لوبو او ژمنو سره مخ دى.

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنيت سلاکار وويل چې له اوسني اضطراري وضعيت څخه د هېواد د وتل لپاره بايد د لويې جرګې او ټاکنو ترسره کېدو په شان  په يوه مشروع حل لاره کار وشي.

 هغه زياته کړه:" داډول ناستې بايد له دې سخت اوبېړني حالت څخه د وتلو پيلامه و وسي او زما په باور، يوازينۍ شونې او ازمويل شوې لاره د يوې سترې ملي ناستې يا يوې سترې جرګې جوړېدل دي چې بايد زموږ غوره کړاى شوي کسان د سترې ملي جرګې د اجنډا په اړه په خپلو کې هوکړې ته ورسېږي. "

 د هغه په وينا؛ د قانون پر لور بيا ستنېدل، عدالت او د ټاکنو زمينه برابرېدل او د افغانستان د اساسي قانون بيا عملي کېدل او د ملي يووالي ټيګښت، سترې ملي جرګې ته اړتيا لري.

 نوموړي د ولسي جرګې د ټاکنو پر ځنډېدو نيوکه وکړه او ويې ويل:" ټاکنې د افغانستان دخلکو د خپلواکې ارادې د څرګندېدو ترټولو عادلانه او ډيموکراټ امکان دى، په داسې حال کې چې ټاکنې رڼې،افغانستان شموله او د قانون تابع و وسي، شک نشته چې افغانستان ته د مشرعيت د بيا ورکولو او د افغانستان د اساسي قانون د بيا عملي کېدو لپاره ترټاکنو پرته بله لار نشته ."

د ملي محور ګوند مشر خوشحال روهي هم د اوسني وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې له اوسني کړکېچ څخه د وتلو لپاره بايد يوه جرګه جوړه شي.

هغه وويل چې حکومت بايد د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو لپاره عملي اقدامات پيل کړي؛ له دې پرته به په دې اړه د افغانستان خلک پرېکړه وکړي.

 دا په د اسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د دودېزې لويې جرګې ترسره کېدل رد کړي او وايي چې په دې وروستيو کې يوشمېر کسانو او کړيو د لويې جرګې د رابللو په اړه اوازې خپرې کړې او خپل کسان يې ولايتونو ته لېږلي چې نه يوازې د حکومت رسمي استازي نه دي، بلکې ولسي خلک هم له دوى سره د ناستې او سلا ورکولو مکلفيت نه لري.

سرچينه وايي چې دغه بهير د افغانستان د نافذه قوانيو سره مطابقت او رسميت نه لري.

نو ځکه د حکومت کار کوونکو ته سپارښتنه کېږي چې په هغو پروسو کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي چې د هېواد له قوانينو سره سمون نه لري

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement