د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محمود خاکريزوال د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه لوړه وکړه

محمود خاکريزوال د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه لوړه وکړه

Nov 26, 2017 - 15:24

کابل(پژواک،٥ليندۍ٩٦): محمود خاکريزوال چې تېره اوونۍ د ولسمشر له خوا د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه معرفي شوى و، نن يې لوړه وکړه او په رسمي توګه يې د يادې شوې جرګې د انتصابي غړي په توګه کار پيل کړ.

د مشرانو جرګې نايب منشي فيصل سميع، حاجي محمود خاکرېزوال ددغې جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې غړو ته ور وپېژاند او د نوموړي د تقرر په اړه يې د ولسمشر حکم ولوست او خاکرېزوال د لوړې مراسم ترسره کړل.

په حکم کې راغلي چې خاکرېزوال د افغانستان د اساسي قانون د٨٤مې مادې د درېيم بند د حکم له مخې، د شېرمحمد اخندزاده پر ځاى ددغې جرګې د انتصابي غړي په توګه معرفي شوى دى.

د ملي شورا د شپاړسم پړاو وخت دوه کاله مخکې پوره شوى؛ خو ولسمشر د يوه حکم په صادرولو سره د مشرانو جرګې د انتصابي غړو کاري وخت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو پورې غځولى دى.

د هېواد د اساسي قانون د٨٤مې مادې له مخې، مشرانو جرګه ١٠٢غړي لري چې يو پر درېيمه يې د ولسواليو شوراګانو( له ٣٤ولايتونو څخه ٣٤استازي) د يوې درې کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي؛ يو پر درېيمه يې د ولايتي شوراګانو(له ٣٤ولايتونو څخه ٣٤استازي) د يوې څلور کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي؛ او يو پر درېيمه بله برخه يې د معلولينو او معيوبينو د ٢استازو او د کوچيانو د دوو استازو په شمول د ولسمشر له خوا د يوې پنځه کلنې دورې لپاره انتصابېږي.

ولسمشر دغو کسانو کې پنځوس سلنه ښځې انتصابوي.

سره له دې چې تر اوسه په افغانستان کې د ولسواليو شوراګانو ټاکنې نه دي ترسره شوې؛ خو په مخکني پړاو کې، مشرانو جرګې ته د ولسواليو شوراګانو د استازو پرځاى د ولايتي شوراګانو غړي معرفي شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement