د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

منګل: د کوکنارو ٩٧ سلنه ګټه قاچاقبر او مافيايي کړۍ ترلاسه کوي

منګل: د کوکنارو ٩٧ سلنه ګټه قاچاقبر او مافيايي کړۍ ترلاسه کوي

Nov 26, 2017 - 17:41

جلال اباد (پژواک، ۵ ليندۍ ۹۶):  د ننګرهار والي وايي، د کوکنارو د کښت يوازې درې سلنه ګټه کروندګرو ته ځي او پاتې نورې يې د نشه يي توکو کاروباريانو او مافيايي کړيو لاسته ورځي.

محمد ګلاب منګل دا څرګندونې په جلال اباد ښار کې د امريکا غږ راډيو تلوېزيون له لوري د نشه يي توکو په مخنيوي کې د رسنيو د ونډې تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې د وينا پرمهال وکړې.

د امریکا غږ خبریال رحیم ګل څاروان وویل، يوولس ورځې وړاندې د يوې ګډې سروې له مخې په هېوا د کې د تېرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۶۳ سلنه زیاتوالی راغلی.

ده زیاته کړه،په ننګرهار کې هم د تېرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې  ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی ، چې تېر کال په لس زره هکتاره ځمکه او په ۹۶ کال کې په  ۱۴ زره هکتاره ځمکه کې د کوکنارو کښت شوی و.

نوموړی وايي، په دې ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو شمېر یوسل شل زرو ته لوړ شوی ، چې د درملنې په موخه يې درې روغتیايي مراکز فعال دي او په یو وخت ۲۲۵ روږدي تر درملنې لاندې نیول کیږي.

د ننګرهار والي د نشه يي توکو د کښت او کارونې لاملونه ناپوهي ، غربت او بېکاري په ګوته  او زیاته يې کړه چې وسله وال مخالفین د بزګرانو له غربت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او بزګران د نشه يي توکو کښت ته هڅوي.

ده همدا راز وویل، بزګرو ته د نشه يي توکو له کښت څخه یواځې درې سلنه ګټه ورځي او پاتې ۹۷ سلنه ګټه د کورنيو او بهرنیو قاچاقبرو او مافايي کړیو جیبونو ته ځي.

والي ډاډ ورکړ،نړیوالو ورسره د کوکنارو د کښت مخنیوي په بدیل کې د لسګونه ميليونه امریکايي ډالرو د مرستې ژمنې کړې چې په نوي مالي کال کې به د کرنې په برخه کې ۲۸ میليونه امریکايي ډالر د شنو خونو، بڼونو او نورو اړینو برخو کې ولګول شي.

نوموړي د رسنیو له استازو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې په دغه ملي مبارزه کې په ګډه د خپلو مسوولیتونو له مخې له دولت سره همکاري وکړي څو د دغې بدنامې پدیدې مخه ونیول شي.

خو د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وايي، تر هغه وخته چې د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنيوی نه شي کېدای، څو چې په دغه برخه کې د حکومت جديت رامنځته نه شي.

نوموړي نيوکه وکړه چې د نشه يي توکو په قاچاق کې تر ډېره دولتي چارواکي لاس لري؛ نو ځکه يې پر وړاندې پنځلس کلنې مبارزې ګټه نه ده ورکړې.

د ننګرهار د کرنې رييس رفيع الله رحيمزي همدا راز وويل، د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره يو شمېر ولسواليو کې د بديل معشيت پروګرام پيل شوی او تر  ډېره يې ښه ګټه ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه، د ياد پروګرام د پراختيا هڅې پيل شوي او روان کال به دغه پروسه نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.

د غونډې يو ګډونوال او د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي ملک حکيم بيا د بديل معيشت پر پروګرام نيوکه وکړه چې ياد پروګرام هلته پلی کېږي، چېرته چې کوکنار نه کرل کېږي.

هغه زياته کړه: ((بهسودو ولسوالۍ چې امن ده، کوکنار نه کرل کېږي، دوی ته بديل معيشت ورکوي؛ خو د اچين ولسوالۍ چې نا امنه ده او کوکنار په کې کرل کېږي، هلته د بدیل معيشيت پروګرام نشته.))

د بهسودو ولسوالۍ د کوپراتيفونو د اتحاديې مشر زمري احمدزي هم پر بديل معشيت پروګرام نيوکه وکړه چې تر پلي کېدو وروسته يې هېڅ څارنه نه کيږي.

هغه وويل، په بهسودو کې د ماهيانو او چرګانو د روزنې او دغه راز د يو شمېر ميوه دارو ونو پروژې پلې شوي؛ خو د مسوولو ادارو د نه څار له امله بېرته له منځه تللې دي.

د ننګرهار مسوولين او قومي خلک په داسې حال کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په موخه نن په دغه غونډه کې راټول شوي وو، چې اوس  د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د کوکنارو کرکيله پيل شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement