د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: د لويې جرګې ترسره کېدو لپاره هڅې به بې پايلې وي

عبدالله: د لويې جرګې ترسره کېدو لپاره هڅې به بې پايلې وي

Nov 27, 2017 - 17:22

کابل (پژواک،٦ليندۍ٩٦): د حکومت اجراييه رييس د لويې جرګې د جوړېدو په اړه د حکومت د ځينو نيوکه کوونکو سياستوالو پر څرګندونو نيوکه کوي او وايي چې ددې کسانو هڅې يوازې واک ته د بېرته رسېدو لپاره مطرح کېږي او  پايله به ونه لري.

 د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله چې نن يې د وزيرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې،وويل چې د افغانستان د برخليک ټاکلو لپاره حل لاره، د ټاکنو ترسره کېدل دي، د لنډمهاله حکومت او دوديزې لويې جرګې د جوړېدو په ګډون نورې جانبي حل لارې چې کله کله مطرح کېږي، ستونزه نه حل کوي.

 نوموړي زياته کړه:"موږ د افغانستان د ټولو سياستوالو، مدني ټولنې او خلکو له غوښتنې سره شريک يوو چې د غوره، رڼو، سرتاسري او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل دي، بايد په دې لړ کې يو له بل سره ملګري شو او زه خپل ځان ژمن ګڼم او دا د افغانستان د خلکو پر وړاندې زموږ دنده، مسووليت او ژمنه ده."

 خو د حکومت اجراييه رييس وويل، کله چې له قانون څخه لوړ مسايل مطرح کېږي، حکومت ډېر څرګند او روښانه دريځ لري، له هغو سياسي مشرانو سره چې د لويې جرګې ترسره کېدو موضوع يې مطرح کوله بحثونه شوي، د حکومت تمه داده چې سياست په سمه توګه وشي.

   عبدالله د هېواد سياستوالو ته په خطاب کې وويل چې څو ورځې وړاندې له حکومت څخه د باندې پاتې کېدو زغم ولرئ او که دوه ورځې په حکومت کې نه وئ، بيا ووايئ چې لنډمهاله حکومت دې رامنځ ته شي، حکومت دې نسکور شي او يا دې لويه جرګه جوړه شي.

د حکومت دې لوړپوړي چارواکي ټينګار وکړ چې د حکومت له مشرۍ څخه لرې توب بايد د داسې نسخو د مطرح کېدو لامل نه شي چې کار  پايله ور نه کړي.

د حکومت اجراييه رييس زياته کړه چې په تېر وخت کې هم د حکومت اپوزېسيون شتون درلود؛ خو هېڅکله يې د نظام د سقوط غوښتنه نه وه کړې او دا دې د افغاستان د سياست مشران په ياد ولري او نن هم اپوزېسيون او سياسي څېرې حق لري چې د قانون په چوکاټ کې سياست وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت يوشمېر سياسي نيوک ګرو له څه وخت را هيسې له هغه څه نه د وتلو لپاره چې دوى بېړنى حالت بللى دى، د دوديزې لويې جرګې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement