د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د پوليو يوه بله پېښه هم ثبت شوه

ننګرهار کې د پوليو يوه بله پېښه هم ثبت شوه

Nov 27, 2017 - 17:38

جلال اباد (پژواک، ۶ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت مومندرې ولسوالۍ کې د پوليو ناروغۍ يوه بله پېښه هم ثبت شوې ده.

د پوليو دا تازه پېښه د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې، چې په دغه ولايت کې يې روان کال د پوليو پېښو شمېر درېيو او ټول هېواد کې لسو ته پورته کړ.

د ننګرهار  د عامې روغتیا ریاست  د واکسین د پروسې مشر ډاکټر جان محمد  پژواک ته وويل چې تازه پېښه د مومندرې ولسوالۍ په باسول ساحه کې ثبت شوې چې د علي په نوم یو اته میاشتنی ماشوم پرې اخته شوى دى.

نوموړی زیاتوي چې دغه ماشوم په مسلسله توګه واکسين اخیستي، خو دغه ناروغي ورته د پاکستان هېواد څخه انتقال شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، ددغې پېښې په ثبتېدو سره غواړي په ننګرهار کې د نورو پېښو د مخنیوي په خاطر د واکسین ځانګړی کمپاین هم وکړي.

په روان کال کې په افغانستان کې د پوليو د ټولو پېښو شمېر لسو ته ورسېد چې درې په ننګرهار،  درې په کندهار، دوه په هلمند، یوه په زابل او یوه هم په  کندوز ولایت کې ثبت شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement